داعش ډلې د سوریې مهم تاریخي ښار پالمیرا نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63986
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-20

د داعش وسله والو د سوریې مهم تاریخي ښار پالمیرا نږدې په بشپړ ډول نیولی دی. عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چې دولتي ځواکونو په بشپړ ډول له ښار څخه په شا تګ کړی دی. د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو په وینا د پالمیرا ښار د لرغونې نړۍ د کلتوري معماریو تر ټولو مهمو مرکز دی. اسلامي دولت ډلې د الحضر او نمرود په ګډون په عراق کې ګڼې لرغونې سیمې ویجاړې کړې او داسې وېره شته چې ښايي په په دغه ښار کې به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.