عبدالله په ۸ نویو ټاکل شویو والیانو کې د ۴ له ګومارلو سره مخالف دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63988
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-20

د عبدالله عبدالله یو ویاند وايي چې اجرايي رييس د ولسمشر اشرف غني له لوري په ۸ نویو ټاکل شویو والیانو کې د ۴ له ګومارلو سره مخالف دی.اصف اشنا ویلي چې عبدالله د ننګرهار د والي په توګه د سلیم کندوزي، د لوګر د والي په توګه د حلیم فدايي، د پکتیا د والي په توګه د نصرت الله ارسلا او د کونړ د والي په توګه د وحید الله کلیمزي له ټاکلو سره موافق دی. ده ویلي چې عبدالله د بامیانو، هلمند، پکتیکا او نیمروز لپاره له ټاکل شویو والیانو سره د نظر اختلاف لري. ډاکتر طاهر ظهیر د بامیان، امین الله شارق د پکتیکا، نیاز خان رحیمي د هلمند او محمد سمیع د نیمروز لپاره د والیانو په ګومارل شوي دي. ده وویل چې په دې برخه کې اختلاف په لوړه کچه دی خو خبرې روانې دي چې دا اختلاف حل شي او خبرې د پرمختګ په حال کې دي.