چارواکي: په نیمرزو کې پر ځانمرګو بریدګرو خپل واسکټونه چاودلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63992
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

امنیتي چارواکي وايي شپږ تنو چې غوښتل یې د نیمروز په زرنج ښار او چهاربرجک ولسوالیو کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي، په خپلو ځانمرګو واسکټونو وژل شوي دي. د نیمروز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، دغه شپږ تنه نن په چهار برجک ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول، چې د ځانمرګو واسکټونو د اغوستو پر مهال پرې خپل واسکټونه وچاودېدل. د هغه په وینا له دې ډلې دوه تنه یې ژوندي وتلي دي.