منلی: افغانستان په استخباراتي برخه کې له پاکستان سره کوم سند نه دى لاسليک کړى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63993
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

د ملي امنيت شورا وايي، چې افغانستان په استخباراتي برخه کې له پاکستان سره کوم سند نه دى لاسليک کړى او يواځې د دې سند مسوده جوړه شوې ده. د رسنيو او فرهنګي چارو په برخه کې د ملي امنيت د شورا سلاکار نجيب الله منلي پژواک اژانس ته ويلي، چې د ياد سند تخنيکي ارزونه بشپړه شوې او د دواړو لورو تخنيکي ټيمونو د منلو وړ بللې ده. ده زياته کړه، ولسمشر اشرف غني د ياد شوي سند په اړه له سياسي رهبرانو، د ملي شورا له مشرانو او د مدني ټولنو له غړو سره د دغه سند په اړه مشورې کوي. د هغه په وينا، له دغو کسانو به د ولسمشر غني لومړۍ پوښتنه دا وي، چې له پاکستان سره سوله غواړي که نه؟ منلى وايي، که چېرې د يادې غونډې د ګډونوالو ځواب منفي و، نو حکومت د ياد شوي سند نور پړاوونه مخ ته نه وړي او که چېرې ځواب مثبت وي، نو بيا به يې نور پړاوونه هم ترسره شي. د ده په خبره، که چېرې سياسي مشرانو ياد سند تاييد کړ، نو د ارزونې لپاره به پاکستان ته واستول شي او د افغانستان د ملي امنيت او د پاکستان د استخباراتي ادارو د مشرانو تر لاسليک وروسته به دغه سندقانوني بڼه غوره کوي. د حکومت دغه چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ولسمشر اشرف غني پرون له ديني علماوو، جهادي او بانفوذه مشرانو سره په ارګ کې مشورتي ناسته کړې ده.