ولسمشر غني: په يواځې توګه د وزيرانو استجواب د ملي شورا له لوري د سياسي بې ثباتي لامل کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63994
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

ولسمشر اشرف غني، د ملي شورا مصوباتو ته د حکومت پر درناوي د ټينګار ترڅنګ وايي، په يواځې توګه د وزيرانو استجواب د ملي شورا له لوري د سياسي بې ثباتي لامل کېږي او دا کار بايد په مناسبه بڼه ترسره شي. هغه خبرپاڼه، چې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له لوري، خپرې شوې وايي، چې دا موضوع په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره په ارګ کې مطرح شوه. ولسمشر په پارلماني چارو کې د دولت له وزير غلام نبي فراهي او د دې وزارت يو شمېر نور چارواکو سره په کتنه کې، د نوموړي د سلو لومړيو ورځو پلان وڅېړه. ولسمشر د ده د پروګرامونو له اورېدو وروسته، په دې برخه کې د نوموړي تخنيکي وړانديزونه تاييد کړل او په دې وزارت کې د ظرفيت پر لوړولو يې ټينګار وکړ. ولسمشر وويل: ((له پارلمان سره د چلند لار بدله شوې ده، د پارلمان مصوبې له پامه نه غورځي او ملي شورا زموږ د بشپړ درناوي وړ ده.))