په کابل ښار کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63995
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې یوځانمرګی له یوه موټر سره نیول شوی چې موټر يې د چاودېدونکو موادو ډک کړی و او غوښتل يې چې د کابل ښار په یوه مهمه او کلیدي سیمه کې چاودنه ورکړي. رحمت الله نبیل وايي، دغه کس پرون ماښام د ملي امنیت د ځواکونو لخوا د کابل په ښار کې نیول شوی دی.