د پوليسو بشپړه پوسته وسله والو طالبانو ته تسليم سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64008
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د جګړي پر مهال يوه بشپړه امنيتي پوسته وسله والو طالبانو ته تسليم سوي ده. د دهراود ولسوالۍ امنيه قومندان نورزى وايې چې دغه پوسته وروسته له هغي د وسله والو طالبانو لاسته ولويده او سرتېري يې تسليم سول چې د وسله والو له لوري پري جګړه سخته سوه. دى وايې چې ددي ولسوالۍ تر لس زياتي امنيتي پوستي تر سختي جګړي لاندي دي او که چېري ژر تر ژره تازه دمه سرتېري ور ونه ليږدول سي نو ډېري پوستي به سقوط وکړي. نوموړي وويل چې د تېرو پنځو ورځو را په دي خوا په ګڼ شمېر سيمو کې د وسله والو له لوري حملي پيل سوي دي او د تېري ورځي را په دي خوا دري تنه سرتېري او اته تنه وسله وال وژل سوي او ١٢ وسله وال ټپيان سوي دي. نورزى وايې چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته را نژدي سوي دي او ډېر ژر مرستي ته اړتيا لري. له بلي خوا د اروزګان ولايتي وياند دوست محمد ناياب دا نه مني چې هلته امنيتي پوستي تر ګواښ لاندي دي خو وايې چې ځيني سرتېري په تاکتيکي ډول شاته تللي دي او زياتوي چې په اروزګان کې امنيتي حالت نورمال دى. وسله والو طالبانو ته نن د تسليم سوي امنيتي پوستي قومندان ابراهيم جان نوميږي او دده په ګډون لس تنو خپلي وسلي وسله والو طالبانو ته سپارلي دي.