کندهار والي د اوبو رسولو ريس د فساد او غفلت په تور څارنوالۍ ته معرفي کړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64009
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کندهار د اوبو رسولو رييس او درې تنه مامورين د اداري فساد او وظيفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې د کندهار د اوبو لګولو رييس دی او عبدالوهاب ترابي نوميږي . نوموړی وايې ، چې پر هغه د ادارې فساد او وظيفوي غفلت تور دی ، نوموړی وايې د هغه سره په دې تور درې نور مامورين هم تورن دي او هغوی هم څارنوالۍ ته معرفي سوي دي . تر دې مخکې مرستيال والي د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر د دوه ميليونه افغانيو د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پيژندلی وو .