عراقي پوځونو د رومادي ښار په نیولو کې پرمختګ کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64010
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

د عراق د حکومت او شعیه ملېشو د رمادي ښار د نیولو په برخه کې پرمختګ کړی دی. دغه ښار تېره اوونۍ د داعش وسله والو نیولی و. عراقي چارواکو ویلي چې دولتي ځواکونو او شعیه ملېشو د رمادي په ختیځ کې د حصیبه په نوم سیمه نیولې ده. د امریکا په مشرۍ د اېتلاف ځواکونو هم د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. ویل کېږي چې د رمادي ښار د بېرته نیولو لپاره پر دولتي ځواکونو سربېره دری زره شعیه مېلشې هم انبار ښار ته تللې دي.