په غزني کې د ماین چاودنې د یوې کورني ۴ غړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64011
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. د غزني د سرپرست والي ویاند شفیق ننګ وايي دا چاودنه پرون ماښام د یادې ولسوالۍ د ابوجان په کلي کې شوې ده. ننګ وايي په چاودنه کې یو کس، مېرمن یې او دوه زامن یې وژل شوي دي.