ولسمشر غني معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64012
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

ولسمشر اشرف غني په رسمي ډول معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند په توګه معرفي کړ. د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ستانکزی د ولسمشر د یوه حکم له مخې ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره معرفي شوی دی. پر دې سربېره ولسمشر د د جلا جلا حکمونو له مخې د ستر درستیز درستیزوال ډګرجنرال عبدالخالق د ملي د فاع وزارت د لومړي مرستیال او د ۱۱۱ فرقې قوماندان ډګرجنرال قدم شاه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.