امریکا او د ناټو غړي د افغانستان د راتلونکې ملاتړ په اړه خبرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64013
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

یوه جګپوړي امریکايي جنرال ویلي چې د متحدو ایالتو او د ناټو د غړو هېوادونو مشران د افغانستان د راتلونکي ملاتړ په اړه بحثونه کوي او د دې معنا احتمالاً دا ده چې لږترلږه یو شمېر امریکايي پوځیان به د اوباما د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته هم په دغه هېواد کې پاتې کېږي. جنرال جوزیف کیمبل، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو روزونکو ځواکونو قومندان دی، وايي چې د ناټو پوځي قومندانان پلان جوړوي چې په کابل کې نسبتاً د اوږدې مودې لپاره یوه اډه جوړه کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې هلوځلو ته دوام ورکړي، د وسلو ورکړه اسانه کړي او مرستې ووېشي. قومندان کیمبل په عین حال کې وویل چې د ناټو ملکي چارواکي به د دې نوي ماموریت مسوولیت پر غاړه ولري خو د هغوی د اډې د ساتنې لپاره به یو شمېر پوځیان په کار وي. کیمبل دا هم وویل چې له ناټو ځواکونو څخه به د افغان هوايي ځواک او استخباراتي خدماتو د غښتلي کولو لپاره هم کار واخیستل شي.