پخواني ولسمشر کرزي د هند له لومړي وزیر سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64015
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

پخواني ولسمشر حامد کرزي چين ته په لاره په نوي ډيلي کې د هندوستان له لومړي وزير سره کتلي دي. په کابل کې د حامد کرزي له دفتر څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پخواني ولسمشر، نن سهار په نوي ډيلي کې د هندوستان له لومړي وزير نريندار مودي سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړې.سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان له هغو مرستو څخه چې له افغانستان سره يې کړې دي، مننه وکړه. د دې کتنې پر مهال، حامد کرزي له هندوستان څخه غوښتي دي، چې د افغانستان د بيارغونې او د ملي ارګانونو د وړتياوو لوړولو په برخو کې مرستې وکړي، څو هېواد يې وکولى شي په خپلواکه توګه له خپل ملي حاکميت څخه دفاع وکړي.