هندوستان وايي چې د افغانستان د حاجيګک کان له پروژې څخه نه دي په شا شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64021
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-24

هندي رسنيو پرون خبر ورکړى و، چې د هندي کمپنيو کنسورشيم چې په باميان ولايت کې د حاجيګک د کان تړون ورسره شوی، له دې پانګونې څخه لاس په سر شوی دی. رسنيو د دغه شرکت د چارواکو له خولې ويلي و، چې د تخنيکي، مالي ستونزو او د امنيتي ګواښونو له امله نه شي کولی چې دغه پروژه پر مخ بوځي. خو په کابل کې د هندوستان سفير امر سنها ياد راپور ناسم بللى دى. هغه د خپل ټویټر پر پاڼه ليکلي چې د ياد کنسرسيوم په غونډه کې د حاجي ګک د پروژې د اسانتياوو په اړه ارزونه شوې ده . نوموړي ويلي، په دې غونډه کې هغه ډول پرېکړه نه ده شوې، څه ډول چې رسنيو خپره کړې ده.