وال ستریټ ژورنال: د سولې تر ټولو جګپوړي استازي تېره اوونۍ په چین کې له طالبانو سره خبرې کړدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64022
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-24

د یوه تازه راپور له مخې د افغانستان د سولې تر ټولو جګپوړي استازي تېره اوونۍ په چین کې له طالبانو سره خبرې کړې دي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د دواړو خواوو په قول ویلي، د دې دوه ورځنیو خبرو هدف، چې د چین په شمال ختیځ ارومچي ښار کې وشوې، د سولې د احتمالي بهیر لپاره پر شرطونو پوهېدا بلل شوې ده. ورځپاڼه وايي چې دا خبرې په یوه بل علت مهمې وې. دا غونډه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په هڅو ترتیب شوه. له دې غونډې خبرو کسانو ویلي چینايي چارواکو او د پاکستان د استخباراتي ادارې استازو هم په دې خبرو کې ګډون درلود.