د اسیا د زړه هېوادنو د استانبول بهیر غونډه نن په اسلام اباد کې جوړېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64023
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-24

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې ددې غونډې مشري افغانستان او پاکستان په ګډه سره کوي. د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى د افغان پلاوي مشري کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عزيز احمد چوهدري او حکمت کرزى به په ګډه ددې غونډي مشري پرمخ وړي. سرچينې ويلي چې په دې غونډه کې دغه راز د دوولسو غړو هېوادونو ، د ١٦ نورو همکارو هېوادونو او د ١٢ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو استازي هم برخه اخلي.