په زابل کې د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد وسو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64025

دخبریدو نیټه : 2015-05-25

په زابل کې د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد وسو . بريد نن يوولس بجې په مرکز کلات کې د ولايتي شورا د ودانۍ په دروازه کې تر سره سو . عيني شاهدان وايې ، چې چاودنه خورا زوروره وه او زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول . د زابل د والي وياند د بريد پخلی کوي او وايې چې تر دې مهاله پنځلس تنه ملکي وګړي ټپيان روغتون ته ور وړل سوي دي او کيدای سي د ټپيانو شمير نور هم زيات سي . نوموړی وايې ، چې په پيښه کې څوک وژل سوي نه دي . نور وروسته .