تازه خبر : دوه وسله وال د ښار په منځ کې پر پوليسو ډزي کوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64028
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

د کندهار ښار په څلورمه امنتي حوزه کې د کابل دروازې په سيمه کې دوه وسله وال يوي وداني ته ختلي دي او پر پوليسو ډزي کوي د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې بريدګر بېله هدفه ډزي کوي او تر دې مهاله يو پوليس سطحي ټپي سوی دی . عيني شاهدان وايې ، چې سيمه د پوليسو له لوري کلابنده ده . وسله وال طالبان وايې ، چې بريدونه دوی پيل کړي او هدف يې په سيمه کې ميشت پوليس دي . وروستي جزيات وروسته .