کندهار:بمي چاودني شپږ ملکي کسان ووژل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64029

دخبریدو نیټه : 2015-05-25

په کندهار کې د سړک د غاړي ماين چاودني شپږ تنه ملکي کسان وژلي دي. دا پېښه ٢٥ د مى دوشنبه ماښام اته بجي او لس دقيقي په د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته سوي ده. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چې د سړک د غاړي ماين د ملکي کسانو پر موټر چاودنه وکړه او په ترڅ کې يې شپږ تنه ملکي کسان وژل سوي دي. هغه وايې چې د پېښي دقيق ځاى د نيکه شيله سيمه ده او د ملکي کسانو موټر پر ملاين ور برابر سو. تر اوسه پوري ددي پېښي پړه کومي ډلي نه د منلي.