د استانبول بهیر د غونډې ګډونوالو د سیمې د ثبات لپاره افغان سوله مهمه بللې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64033
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

د اسیا د زړه هېوادونو د استانبول بهیر د غونډې ګډونوالو د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د افغانستان سوله مهمه بللې ده. د استانبول بهیر په پنځمه غونډه کې چې پرون په اسلام اباد کې پیل شوه، ګډونکو ویلي چې د افغانستان ثبات په سیمه کې پر نښلوونکو پروژو لکه کسا زر، ټاپي او د چین او پاکستان پر اقتصادي دهلیز مستقیم اغېز لري. دوی د افغانستان د اوسني وضعیت او د اسیا د زړه پر هېوادونو پر اغېزو بحث کړی دی. د آسيا زړه هېوادونو - استانبول بهیر په۲۰۱۱کال کې پيل شو چې افغانستان کې د ارامۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه د کار کولو لپاره د سيمې هېوادونه له يو بل سره نژدې کړي.