د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې۲۶ پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64034
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

وسله والو طالبانو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ۱۹ پولیس او د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي او د پولیسو یو مرکز یې کلابند کړی دی. په نوزاد کې د پولیسو یوه قوماندان نفس خان اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو پرون په دې ولسوالۍ کې د پولیسو مرکز وروسته له دې کلابند کړ چې په دې ولسوالۍ کې د پولیسو ګڼې پوستې یې ونیولې. دی وايي چې طالبانو د پولیسو وسلې او موټر نیولي او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې یې تړلې دي. نفس خان له حکومت څخه د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.