د کندهار ښار نښته لا دوام لري او اوس عمليات پيل سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64035
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د دوولسو ساعتونو په تيريدو سره د کندهار ښار د څلورمي امنتي حوزې اړوند د کابل دروازې په سيمه کې د ښوونکو د روزنو عالي موسسې ته نژدې روانه نښته لا دوام لري او دواړه لوري يو پر بل په ځنډ سره خال خال ډزي کوي. نښته تير ماښام اته بجې پيل سوې ده او دوه وسله وال يوې ودانۍ ته ننوتي دي او پر امنتي ځواکونو ډزي کوي . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک تر دې مهاله د دوو ملي پوليسو د ټپي کيدو خبر ورکوي ، نښته ځکه اوږده سوې ده چې امنتي ځواکونه د زياتي مرګ ژوبلي د مخنيوي دپاره له احتياطه کار اخلي سيمه اوس هم کلا بنده ده ، وسله والو طالبانو د بريد د پيليدو مسووليت پر خپله غاړه اخستی دی .