په کندهار کې د تيري شپي پيل سوې نښته لا روانه ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64036
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د کندهار ډلييز ځانمرګي بريدونه لا هم روان دي او چارواکي وايې بريد يې پاى ته رسيدو ته نژدي کړى دى. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چې په دي نښته کې تر دي مهاله پوري يوه ملکي ميرمن وژل سوې او دري تنه پوليس ټپيان سوي دي. هغه وايې چې بريدګر دوه تنه دي او د عالي دالمعلمين يوه بلاک ته پورته سوي دي او شاوخوا د امنيتي سرتېرو له لوري کلابند سوي دي. نوموړى وايې چې بريد پاى ته نژدي سوى دى او ډېر ژر به امنيتي ځواکونه بريالي سي. له بلي خوا يوي امنيتي باوري سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې په دي پېښه کې تر دي مهاله يوه ميرمن او يو پوليس وژل سوي دي او همدا راز شپږ تنه پوليس او پنځه تنه ملکيان ټپيان سو يدي. ددي بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى. طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړي ده چې ځانمرګي بريدونه يې پيل کړي دي او همدا ډول وايې چې يو شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولي او وسايط يې تخريب کړي دي.