په میدان ښار کې ډله ییز برید پای ته رسېدلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64037
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د محکمې پر ودانۍ ډله ييز بريد شوى دى. دغه ډله ييز بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو او ١٥ دقيقو شوى. امنيتي سرچينو ویلي، يوه بريدګر د محکمې په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه. سرچينې زياته کړې، چې درې نور بريدګر د پوليسو لخوا ووېشتل شول، چې دوه يې ځاى پر ځاى ووژل شول او يو يې ټپي شوى و. دى وايي، کله چې پوليسو ټپي بريدګر ته نږدې شوي، نو هغه هم ځانته چاودنه ورکړه. د سرچينې د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی، يو شمېر پوليس او عام خلک ژوبل شوي دي.