د خوست په مرکزي جامع جومات کې چاودنه شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64038
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د خوست ولايت په مرکزي جامع جومات کې د چاودنې له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه نن غرمه په شاوخوا دولسو بجو شوې ده. عيني شاهدان وايي چې چاودنه د جومات په چمن کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده. د دوی په وینا د غرمې په دولسو بجو ښوونځي رخصتيږي او يو شمېر زده کوونکي له دې جومات څخه تېريږي. امنيتي سرچينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.