سعودي عربستان په روان کال کې ۸۸ تنه اعدام کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64040
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د څار ادارې پر نیوکو سربېره هم سعودي روان کال د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون تر اوسه ۸۸ کسان اعدام کړي. د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي د سې شنبې په ورځ چې کوم دوه کسان اعدام شول د سعودي تابعیت یې درلود، یو یې د نشه یی توکو پر قاچاق محکوم و او بل یې د قتل په جرم اعدام شو. د اژانس په راپور کې راغلي چې د سعودي حکومت په ۲۰۱۴م کال کې ۸۷ کسان اعدام کړي وو او روان کال يې تر اوسه ۸۸ کسان اعدام کړي.