ولسمشر غني: د هېواد ادارې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64042
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

ولسمشر محمد اشرف غني وايي په ختیځ زون کې د بیاروغونې پروژې به ژر بېرته پیل شي. نوموړي د ختیځ له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې د هغو د وړاندیزونو او ستونزو تر اورېدو وروسته ویلي د هېواد ادارې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، خو په سلو لومړیو ورځو کې به ډېر تمرکز پر وزارتونو او په دویمو سلو ورځو کې به پر ولایتونو تمرکز وشي. ده ویلي چې په ختیځو ولایتونو کې د بیارغونې پروژې به ژر پیل شي او په دې برخه کې د خیبر پښتونخوا حکومت هم ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.