په کابل کې پر مېلمستون برید پای ته رسېدلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64043
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-26

د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې پر یوه مېلمستون وسله والو برید پای ته رسېدلی دی. څلورو ځانمرګو تېره شپه ۱۱ بجې د حتیل په نامه یوه میلمستون ته ننوتل او ډزې یې پیل کړي. ویل کېږي چې دوی د هوټل په یوه زرې خونه کې ځای پر ځای شوي وو او د سهار تر پنځه نیمو بجو پورې مقاومت وکړ. ویل کېږي په دغه مېلمستون کې چې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني دی بهرنیان اوسېدل. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي ویلي چې په دغه برید کې له ځانمرګو پرته بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.