لوران فابیوس: له ایران سره داسې هوکړه نه کووچې اتومي او نظامي تاسیساتو ته یې د څېړلولاسرسی ونه لرو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64047
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-27

فرانسې ویلي له ایران سره به د اتومي پروګرام پر سر داسې هوکړه ونه مني چې په هغه کې د دغه هېواد اتومي او نظامي تاسیساتو ته د څېړونکی لاسرسی نه وي شامل. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس ویلي هېواد یې له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر جوړجاړي ته لېوال دی، خو داسې جوړجاړي ته نه چې ایران ته د اتوم بم د جوړولو اجازه ورکړي. د ایران او شپږ ځواکمن هېوادونه غواړي چې په ۹ میاشتو کې د اتومي پروګرام په یوې جامعې هوکړې ته ورسېږي، خو په دې وروستیو کې د اتومي او نظامي تاسیساتو د څېړنې پر سر اختلافات رامنځته شوي دي. ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د دغه ډول تاسیساتو د څېړولو اجازه به ور نه کړي.