ولسمشر غني: د عامه محافظت ځواکونه دې د کابل –جلال اباد د نوې لارې د کارګرو امنیت ټینګ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64048
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-27

ولسمشر اشرف غني د عامه محافظت ځواکونو ته امر کړی چې د کابل – جلال اباد د نوې لارې د جوړېدو لپاره د کارګرو امنیت فوراً خوندي کړي. ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د عامه محافظت د تصدۍ، د کورنیو چارو وزارت او د کابل – جلال اباد د ترانزیتي لارې د جوړوونکې چینايي کمپنۍ له مسئولینو سره په کتنه کې د عامه محافظت د تصدۍ چارواکو ته وویل چې د چینايي کمپنۍ د کارګرو بشپړ امنیت برابر کړي او د دې کمپنۍ له لوري د سړک جوړولو د کار بیا پیلېدو ته زمینه برابره کړي. چینايي کمپنۍ، چې د کابل – جلال اباد د ترانزیتي سړک د جوړولو مسوولیت په غاړه لري، د نه امنیت په خاطر کار درولی او غوښتنه لري چې د مامورینو، انجینرانو او کارګرو امنیت دې یې خوندي کړای شي.