عابدي د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64050
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-27

اجمل عبید عابدي د فبرورۍ له لومړیو څخه د ولسمشر غني د ویاند دنده اجرا کوله. له بلې خوا ولسمشر اشرف غني په یوه جلا امر کې سید ظفر هاشمي خپل مرستیال ویاند ټاکلی دی. د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم سید ظفر هاشمي پرون د ولسمشر غني په فرمان رسماً کار پيل کړ. نوموړی مخکې په واشنګټن کې د امریکا ږغ اشنا راډیو او تلویزیون د ویاند په توګه کار کاوه.