کرزی: د ترهګرۍ پروړاندې روانه جګړه د سیمې هېوادونو له همکارۍ پرته نه شي ګټل کېدای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64051
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-27

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه د سيمې د هېوادونو له همکارۍ پرته نه شي ګټل کېداى. کرزي دغه څرګندونې چين ته د سفر مهال له سي سي ټي وي سره په يوه مرکه کې کړې دي. هغه په دې مرکه کې ويلي چې تر لسو له ډېرو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده، خو کومه پايله يې تر اوسه نه ده ورکړې. نوموړي په ډاګه کړې، که دا په رښتيا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه واى، نو بايد د سيمې له هېوادونو سره په همکارۍ، همغږۍ او ګډو هڅو سره ترسره شوې واى. کرزي ويلي چې په دې سيمه کې وړتياوې زياتې دي، ټيکنالوجۍ پرمختګ کړى او د کار خلک هم ډېر دي. د هه په وينا، امريکا او نوره غربي نړۍ بايد د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه کې د دې سيمې له هېوادونو سره مشوره کړې واى.