د فوټبال ملي لوبډلې د لاووس لوبډلې ته ماتې ورکړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64056
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-29

د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د لاووس لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه پرون مازدیګر په لاووس کې ترسره شوه. د فوټبال د فدراسیون چارواکي وايي چې افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه او رقیبه لوبډله یې تر اخره تر فشار لاندې وساتله. په دې لوبه کې افغان لوبډلې دوه ګولونه ووهل، خو لاووس لوبډلې هېڅ ګول ونه شو وهلی.