نظرپوښتنه: امریکا په افغانستان کې خپل اهداف نه دي تر لاسه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64057
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-29

ډېری امریکایان په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي. د یوې نوې سروې له مخې چې له دوه زره کسانو سره د پوښتنو پر اساس شوې ۵۶ سلنه امریکایانو ویلي چې امریکا له افغان جګړې خپل اهداف ترلاسه نه کړل. د دې پر وړاندې ۳۶ سلنه بیا په دې باور دي چې د امریکا افغان ماموریت بریالی و. دا کچه د اسامه بن لادن د مرګ پر مهال ۶۲ سلنه وه. ۲۹ سلنه امریکایان په دې باور دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد یو باثباته حکومت ولري. په ۲۰۰۹ کال کې ۳۸ سلنه امریکایانو ویلي وو چې افغانستان به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د یوه باثباته حکومت څښتن شي.