پښتو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64075
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2015-05-31

د پښتو د ورځې په ویاړ یوه شعري لڼډه اشاره
 څوک به هسکه غاړه څوک دسر په غوڅيدو غواړي
 دچـــا غــاړه ده مــاته او لا ســر تر ځــنګنو غـــواړي
 آ .. چــې مـــور په غــیږ کـــې له پـټانه ویریدلــې و
 اوس راته په سر ناست دی او باج له پښتنو غواړي
 زوړ شــوم خو افسوس چې آرمانونه هم زاړه شول
 اوس په ځان خبر شوم چې پښتو رانه پښتو غواړي
 مــــا خـــو ئې باڼه یو، یو ځـــیګــر ته رابللــــي و
 توې شول هرې خوانه اوس لښکرې يو په څو غواړي
 بس يوه سینه وهي ډغرې شرق او غرب سره
 ځار له داسې ننګه چې ګذار ئې په لیمو غواړي
 بیا خو به قامت مې د تور غر په څوکو وخوځي
 زړه د کوم فرعون چې رودنیل په مستیدو غواړي
 خدایه ما آرین د بې ننګۍ ورځې مه پریږده
 څوک چې درنه مرګ د ازرائيل تر رسیدو غواړي