کیږده " تومانچه"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64087
رڼا خپلواک
دخبریدو نیټه : 2015-05-31

 


واخله د باغونو سره ګلونه ته
 ځمکې باندې ګوره جنتونه ته
 وه کره شنه بوټي ،" تومانچه" کیږده
 وه ریبه د ژوند ښکلي خوبونه ته

 دا د مخ توري کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور

 ژوند وکړه او وژغوره ځانونه ته
 ځان ته بیا جهان ته سلامونه ته
 خوند واخله له ژونده، " تومانچه" کیږده
 وه ګوره دنیا کې نعمتونه ته

 پریږده شیطاني کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور

 و وهه د مینې مست ډولونه ته
 و ګټه تاوده مین زړونه ته
 سپر شه د ټولنې، " تومانچه" کیږده
 ورک کړه د مسکین د زړه دردونه ته

 پریږده دا زخمي کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور

 ونیسه د ناوې سره لاسونه ته
 جار یې شه ، اوشمیره یې خالونه ته
 یار شه محبوبې ته، " تومانچه" کیږده
 جوړ کړه شاه جهان تاج محلونه ته

 دا د بربادي کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور

 وکړه خپلې مور ته ښه نازونه ته
 ګوره په زړه یې ارمانونه ته
 ننګ د خپلې مور شه، " تومانچه" کیږده
 وکړه دا ریښتیني کمالونه ته

 دا د مزدوري کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور

 تم کړه یو یتیم، ورکړه لطفونه ته
 ورکړه قلم، یودوه کتابونه ته
 پاکې یې کړه اوښکې " تومانچه" کیږده
 ورکړه ماشومیزه جهانونه ته

 دا د خودکشي کوڅې نور پریږده نور
 کیږده " تومانچه" زلمیه، کیږده نور