وجدان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64236
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2015-06-19

وجدان ولاړ په محکمې کي دقضا دی
 نَفّس په اماره ووکـي لګـیا دی
 نفس لوامه په خپلو کړو ثابته وي
 وجدان ئې ننداره کا که رښتیادی
 مُطمئنّه تې کله رسـېـدلې ده داهیله
 په ضمیرکي ئې لا آند هم د پخوادی
 وجدان غـواړي پاڼه سپینه بـې نښانه
 نفس لا داماره وو پــه هـــوا دی
 وایي وجدان: ده محکمه دنفس آسـانه
 ځکه امّاره وو لـوّامَه هر یو جلا دی
 که ځي نفس اماره دهواووهوس لورته
 په یقـین سرې عـمـل د نا رضـا دی