رویټرز: داعش ډلې د افغانستان په ختیځ کې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64332
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-29

لوېدیځې رسني وايي داعش د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ختیځ کې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولې دي. رویټرز خبري اژانس د ننګرهار له ولسوالیو څخه د راکډه شویو خلکو او چارواکو له قوله ویلي چې طالبان د داعش د جنګیالیو پر وړاندې مقاومت نه شي کولی. اژانس ویلي چې داعش په ننګرهار کې په چټکۍ د نفوذ د پراختیا په حال کې دی او تر اوسه یې په شپږو ولسواليو کې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولې او په پیچراګام او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې اوس هم د دواړو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي. سرچینې ویلي د داعش جنګیالیو په یو شمېر سیمو کې د تریاکو کروندې له منځه وړې او په هټیو کې د سکرېټو پر پلور هم بندیز لګولی دی.