د زړه هیله‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64334
ډاکټر محمدآجان مرزی
دخبریدو نیټه : 2015-06-30

راشه د تورو شپو تېارو کې بیا رڼا راوله
 اوس چې دي ورځې د ظلمت راته سبا راوله
 د ړنګو کلو د غمونو تصویرونه ورک کړه
 هېر کړه د غم زوړ روایت بل مسيحا راوله
 له وچو شونډو خندا ورکه زړونه ډک له درده
 بند کړه بادونه د خزان ګل ته بورا راوله
 د لوڅو پښو تڼاکې ډېرې د غریب پر تلي
 وېجاړ کورونه کړه آباد نوې ځلا راوله
 بیا پر رڼا د پوهې ورک کړه خرافات له ملکه
 ړنګې د لافو کړه حجرې د حق سودا راوله
 رنګين پر وينو د انسان ټغر د خاورو شولو
 ماتې چړې کړه د ظلمونو بیا خندا راوله
 د ارمانونو بېړۍ ورکه د دریاب څپو کې
 له توپانونو مه بېرېږه د نسیم بله نڅا راوله