د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني خپل سل ورځنی پلان تشریح کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64344
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-30

د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي چې د رسنیو په ځانګړې توګه د ورځپاڼو او وېب پاڼو د خپرونو اصلاح، د تاریخي ابداتو او ځایونو ساتنې ته پاملرنه یې د سل ورځني پلان له مهمو برخو څخه دي. عبدالباري جهاني چې نن یې د خپل سل ورځنی کاري پلان وړاندې کاوه همدا راز وویل، چې د تورېزم د انکشافي بورډ، د ځوانانو لپاره د ملي ستراتېژۍ، د معلوماتي بانک او د نړیوال تورېزم د وجهي صندوق جوړول یې د سل وځني پلان نورې مهمې برخې دي. جهاني زیاته کړه، چې په دې سلو ورځو کې به هڅه وکړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ازادو رسنیو ترمنځ همغږي پراخه شي. نوموړي همدا راز وویل چې د رسنیو د خپرونو د اصلاح په برخه کې به هم ځینې پروګرامونه پلي شي.