د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې له افغان ملي اردو په ځانګړي ډول په هوايي برخه کې د ملاتړ د دوام اعلان کړی دی. د پنټاګون د پالیسۍ د برخې مرستیالې کریسټینا وارموټ له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې ویلي چې ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی له دې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې به امریکا د افغانانو ملاتړ وکړي. نوموړې دغه راز ویلي چې امریکا هیله ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي.