شنونکي: اجرایه رییس باید په پروان کې د وسلو د ډیپو په اړه ولس ته معلومات ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64347
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-30

په پروان کې د جمعیت اسلامي د یوه قوماندان په کور کې په لویه کچه د وسلو شتون له یوه لوري خلک اندېښمن کړي او له بل لوري د وسلو پر له منځه وړلو د اجرایه رییس غبرګون د هغه په اړه پوښتنې رامنځته کړې دي. د چارو شنونکي او خلک له اجرایه رییس نه چې د دې زېرمې له منځه وړلو خواشینی کړی غواړي، چې د وسلو سرچینه او د ساتلو موخه روښانه کړي. سیاسي کتونکي همدراز وايي له اجرایه رییس، د بهرنیو چارو له وزیر، د بلخ له سرپرست والي او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو باید وپوښتل شي، چې دوی ولې د وسلو له منځه وړلو خواشیني کړي او احمد خان نومي قوماندان دغه وسلې له کوم ځایه ترلاسه کړې وې. په همدې حال کې نا تایید شوي راپورونه وايي چې دغه وسلې تازه له ایران څخه راغلې وې او په شمال کې پر هغه کسانو وېشل کېدې چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په نوم د راپورته کېدو په حال کې دي.