اوباما: خپلو غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به له مذاکراتو ووځو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64349
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-30

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي که امریکا د ایران د اتومي پروګرام په اړه خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي، له مذاکراتو به ووځي. ولسمشر اوباما پرون د یوې اوونۍ لپاره د مذاکراتو د نېټې له تمدید وروسته وویل که مذاکره کوونکي ډاډه نه شي چې د اتومي وسلو جوړولو ته د ایران ټولې لارې تړل شوې، هوکړې ته به ونه رسېږي. دی وايي له ایران سره د احتمالي هوکړې موخه له اتومي وسلو د ایران راګرځول دي او که ایران په دغه چوکاټ کې ځان برابر نه کړي له سخت حالت سره به مخ شي.