د هاوان زړې مرمۍ درې ماشومان ووژل او څلور نور يي ټپيان کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64352
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-01

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د هاوان زړې مرمۍ د يوې کورنۍ درې ماشومان ووژل او څلور نور يي ټپيان کړل . پيښه نن سهار د دې ولسوالۍ د زنګي اباد په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سول ، کله چي ماشومانو د پخوا څخه پاته د هاوان مرمۍ موندلي او لوبي يي په کولې . د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزی وايي ، چي په دې پيښه کې د يوې کورنۍ درې ماشومان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي ، ټپيان دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي .