مهمند خصوصي روغتون ( ۱۹۰ ) عملياتونه په وړيا ډول تر سره کړي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64355

دخبریدو نیټه : 2015-07-01

په کندهار کي يوه خصوصي مجهز روغتون د روژې د مبارکي مياشتي په مناسبت ټول خدمات وړيا کړي دي او تر دې مهاله يي د سلګونو ډول ډول عملياتونو تر څنګ د زرګونو کسانو تداوي په وړيا ډول کړې ده . د مهمند په نوم دا خصوصي روغتون د ملي سوداګر حاجي محمدصديق مهمند دی او هر کال د روژې په مياشت کي خپل خدمات وړيا کوي . د روغتون مشر جراحي ډاکټر ، ډاکټر سيف الرحمن وايي ، چي روغتون ته هره ورځ له پنځه سوه نه تر شپږ سوه پوري کسان ورځي او په هره برخه کي يي تداوي په وړيا ډول تر سره کيږي . د جراحي ډاکټر په وينا چي د روژې د تيرو څوارلسو ورځو راهيسي يي په بيلابيلو روغتيايي برخو کي ۱۹۰ ډول ډول عملياتونه تر سره کړي دي چي ټول بريالي سوي دي . د کندهار ښاريان د روغتون دا اقدام ستايي او هره ورځ د کندهار تر څنګ له ګاونډيو ولايتونو څخه سلګونه کسان دې روغتون ته مراجعه کوي . که څه هم په کندهار کي د خصوصي روغتونونو کيفيت ټيټ ښودل کيږي خو د مهمند روغتون خدمات تر ډيره عصري او روغتيايي کارکوونکي يي مسلکي دي . ملي سوداګر او د دې روغتون مشر حاجي محمدصديق مهمند وايي ، چي دا کار د خپلو خلکو سره د خدمت په موخه کوي او زياتوي ، هڅه کوي چي د روژې پرته په عادي ورځو کي هم د روغتون اداره له بيچاره او غريبو خلکو سره همکاره ده . نوموړي په کندهار ښار کي يوه خصوصي ليسه هم پرانسته ده چي زده کووونکو ته په وړيا ډول تدريس پکښي کيږي او تر ډيره يي کيفيت هم د دولتي ښوونځيو په پرتله ښه بلل کيږي .