والي عزيزي : وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64356
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-01

په کندهار کي امنتي چارواکو خبر ورکړ ، چي په کندهار کي د دولت وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی دی او په تيرو څو ورځو کي يي د مهمو طالب قوماندانانو په ګډون د شاه وخوا سلو تنو وسله والو د وژلو خبر ورکړ . هغوی دا څرګندوني د امنتي مجلس په ننني غونډه کي وکړي ، غونډه د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په مشري جوړه سوي وه ،چي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي ، کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت د رييس تر څنګ يو شمير نورو امنتي مسولينو ګډون پکښي کړی وو . کندهار ډاکټر همايون عزيزي والي وويل وسله وال مخالفين په دي وروستيو کي دافغان امنيتي ځواکونو سره دمخامخ جګړي توان له لاسه ورکړى او دوى کوښښ کوي دخپلو منفي تبليغاتو په واسطه خپل حضور څرګند کړي . ښاغلي والي دسولي شورا رئيس ته سپارښتنه وکړه چي دسولي داهميت په اړه دخلکو د ذهنيت جوړولو په برخه کي بايد سولي شورا دعلماوو شوراغړو سره په ګده هلي ځلي وکړي، تر څو خلک دې ته اماده سي چي د خپل امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي . د کندهار امنيه قومندان ډګر جنرال عبدارزق اڅکزي وويل افغان امنيتي ځواکونه ورځ تر بلي دپياوړي کيدو په حال کي دي او دکندهارولايت په يو شمير ولسواليو کي دولت ضد وسله والو ته سخته ماته ورکړي چې له جملي څخه يو هم دميوند ولسوالي ده چي افغان امنيتي ځواکونه وسله والو ته دڅوورځو تصفيوي عملياتو په جريان کي درنه مرګ ژوبله اړولي ده ،هغه وويل ياد تصفيوي عمليات تر هغه وخته به دوام وکړي ترڅو چي يادي سيمي په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاکي سوي نه وي . دنظم عامي قومندان جنرال غلام فاروق سنګري وويل دتېري اونۍ په جريان کي په کندهار،زابل او ارزګان کي ٦٦ تنه وسله وال يې وژلي ١١ تنه ژوندي نيولي او له دوى څخه يو شمير چاوديدونکي توکي او مهمات هم تر لاسه کړي دي . دملي امنيت رياست مسئولينو خبرورکړ چي دتېري اوو نۍ په اوږدو کي دميوند ولسوالۍ دګرمابک په سيمه کي ٤٦ تنه وسله وال مخالفين دڅلور مشهورو سيمه ييزو قومندانانو په ګډون هر يو حافظ اکبر، حاجي احمد، عبدالسلام مشهوره په نعمان او او عبدالولي دشريف شبکي غړى وژل سوي او دکندهارښار په مختلفو سيمو دغلچکي بريدکونکو مشهور قومندان او لس تنه نور ترورستان نيول سوي او ديادونيول سوو کسانو څخه يوه اندازه وسلي مهمات او چاوديدونکي توکي هم تر لاسه سوي دي