په فراه کې ۱۳ سیمه ییز پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64358
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-01

د فراه امنیه قوماندان فضل محمد صمدیار وايي دغه پولیس وړمه شپه د بالابلوک ولسوالۍ د ګرانه کلي له پولستې تښي له طالبانو سره یو ځای شوي دي. صمدیار وايي چې پولیسو له ځان سره یو رنجر موټر او ۱۳ مېله وسله هم وړې ده. دی وايي چې قومي مشرانو او مخور د دغو پولیسو تضمین کړی او دوی به اوس له هغوی د پولیسو د تېښتې په اړه پوښتنه کوي.