ملي امنیت د داعش ډلې پر ضد ځانګړې ډله جوړه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64359
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-01

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په هیواد کې د داعش د وسله والو سختدریځو پر ضد یې ځانګړې ډله جوړه کړې ده. د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا نوې ډله له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره د افغانستان د حکومت د ستراتیژۍ پر اساس جوړه شوې ده. ملي امنیت په داسې وخت کې له داعشیانو سره د مقابلې لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې چې دې ډلې په ننګرهار کې یو شمېر کلیوالي سیمې له وسله والو طالبانو څخه نیولي او ورځ په ورځ یې نفوذ پراخېږي. د ملي امنیت د ریاست په وینا د اسلامي دولت پر ضد په جوړه شوې ډله کې استخباراتي، شنونکې او تحلیلي څانګې او عملیاتي ډلګۍ شاملې دي.