د مراکش په هوایي ډګر کې ۲ افغانان د جهادی مطالبو درلودونکو لیکونو سره نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64360
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-01

د مراکش د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد په میناره نړیوال هوايي ډګر کې یې درې تنه چې دوه په کې افغانان دي له داسې لیکونو سره نیولي چې «جهادي» مطالب په کې لیکل شوي دي. دغه وزارت وايي چې د دغو دریو کسانو نیونې د مهاجرو یوه نړیواله شبکه چې د جهادیانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده، افشا کړه. د مراکش د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا دری کسان چې یو یې په اصل کې پاکستانی دی، په داسې حال کې ونیول شول چې دوی هڅه کوله په جعلي پاکستاني پاسپورټونو له مراکشه ډنمارک ته ولاړ شي. له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او ژر به په پلازمېنه رباط کې د نورو پوښتنو – ګروېږنو لپاره لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.