غلچکي بريد د پوستې قوماندان ټپي او ساتونکی يي ور واژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64361
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-02

غلچکي بريدګرو په ارزګان ولايت کي د يوې امنتي پوستي قوماندان ټپي کړ او ساتونکی يي ور واژه . پيښه تيره ورځ مازيګر د دې ولايت د دهراوود ولسوالۍ په بازار کي هغه وخت رامنځ ته سول ، چي غلچکي بريدګرو د پله په نوم د يوې امنتي پوستې پر قوماندان ډزي وکړي . د دهراود ولسوالۍ ولسوال امين الله خالقي وايي چي په پيښه کې د پوستې قوماندان ټپي سوی او يو ساتونکی يي وژل سوی دی . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .